[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۱): د حکومت یو ویاند وايي، دیني عالم شیخ رحیمالله حقاني په یوه برید کې ژوند بایللی دی.
د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد یوه ستره هستي او علمي شخصیت شیخ صاحب رحیمالله حقاني د دښمن په یو نامردانه برید کې د شهادت لوړ مقام ته رسېدلی دی.»
هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي؛ خو طلوع نیوز لیکلي، ویل کېږي چې دغه دیني عالم نن له غرمې وروسته په کابل کې په خپله دیني مدرسه کې د یوې چاودنې له امله خپل ژوند بایللی دی .
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP