سوداګریز اعلان
اېډوانس سېل د ټکنالوژۍ په برخه کې یو پرمختللی شرکت دی چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې فعالیت لري او په هېواد کې د نوکیا موبایلونو یوازینی رسمي نماینده دی.
دغه شرکت له نیمې لسیزې راهیسې د ګرځنده موبایلونو اړوند توکي افغانستان ته واردوي او په ۲۰۲۱ میلادي کال کې یې د نوکیا موبایلونو رسمي نمایندهګي ترلاسه کړې ده.
د نه ستړي کېدونکو هڅو په پایله کې، نوکیا شرکت په افغانستان کې د ښو خدماتو له وړاندې کولو سره لیوالتیا ښودلې او دغه راز د نوکیا موبایلونو د خرڅلاو رسمي مرکزونه یې په کابل کې شته دي.
دغه شرکت په هېواد کې له شته ستونزو سره سره، چمتو دی څو نور نړۍوال شرکتونه هم تر ډېره دېته وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. اېډوانس سېل سوداګریز شرکت د یو سمبال او له تصوره لوړ تخنیکي مرکز په درلودو سره ډېر وخت خپل محصولات د یوه کال (خدماتو) ګرانټۍ سره په کابل او نورو نمایندهګیو کې هېوادولو ته وړاندې کوي.
Views: 67
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP