ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځوانانو معینیت د لوړو زده کړو له ٢٠ خصوصي موسسو سره د همکاريو تړونونه لاسليک کړل

د ځوانانو معینیت د لوړو زده کړو له ٢٠ خصوصي موسسو سره د همکاريو تړونونه لاسليک کړل

author avatar
12 Aug 2022 - 01:30
د ځوانانو معینیت د لوړو زده کړو له ٢٠ خصوصي موسسو سره د همکاريو تړونونه لاسليک کړل
author avatar
12 Aug 2022 - 01:30

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت  له ٢٠ خصوصي لوړو زده کړو موسسو سره د همکاريو تړونونه لاسليک کړل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیر الله خیرخواه په خپلو خبرو کې د هېواد په پرمختګ کې د لوستو ځوانانو رول مهم وباله او ویې ویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تحصيل په برخه کې د ځوانانو د زده کړې لپاره ځانګړې پاملرنه کوي.

هغه زیاته کړه، ځوانان باید داسې و روزل شي، چې ولس، هېواد او اسلامي نظام ته خدمت وکړي او هېواد د آبادۍ، پرمختګ او د ځان بسیاینې په لور بوځي.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر زياته کړه چې اوس په هېواد کې سوله راغلې او اقتصادي ستونزې به هم ختمې شي او دا هېواد به  له افغانانو او په ځانګړې توګه له ځوانانو پرته بل څوک آباد نه کړي، نو  ټول بايد د دې ستونزې د هواري لپاره لاس په کار شی او د هېواد د آبادۍ او پر ځان بسیا کېدو هڅه وکړي.

دغه راز په دغو مراسمو کې د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد په بېلابېلو برخو کې د تحصيلي فرصتونو د برابرولو او ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې د ځوانانو چارو معينيت د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې اوس مهال د ځوانانو چارو معينيت له څه د پاسه ٢٠ خصوصي لوړو زده کړو موسسو سره د همکارۍ تفاهم ليکونه لاسلیک کوي او د دې تفاهم لیکونو په لاسلیک کولو سره به د ځوانانو چارو معينيت له لارې په خصوصي تحصیلي موسسو کې د تخفیف په پام کې ونیولو سره زياتو د ځوانانو ته  د تحصيل زمينه برابرېږي.

راشد زیاته کړه، د ځوانانو چارو معينيت له تحصیلي بنسټونو سره په تفاهم، د کمپیوټر پروګرامونو، انلاین سوداګرۍ او نورو برخو کې وړیا  لنډ مهاله روزنیز کورسونه جوړوي، چې د نورو ځوانانو ترڅنګ؛ هغه ځوانان چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې خدمت کوي هم وکولای شي له دې کورسونو څخه استفاده وکړي.

ورپسې د مريم خصوصي لوړو زده کړو موسسې مرستيال ميرويس  پښتون د خصوصي تحصيلي موسسو د مسوولينو په استازيتوب خبرې  وکړې او د ځوانانو چارو معين ته يې د ځوانانو لپاره په تخفيف سره د زده کړو د زمينې په برابرولو کې د لا زياتې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د دغو مراسمو په پای کې د ځوانانو چارو معين قاري محمد یونس راشد د مریم ، ابن سینا، دعوت، خاتم النبیین، ګرجستان، کاروان، افغان، خانه نور، پیام، زاول، ګوهرشاد، پیشګام، ابن خلدون، اشنا، ملي، فانوس، قلم، نعمان سادات، رازی، میوند او عروج د لوړو زده کړو موسسو له مسوولینو سره د همکارۍ تفاهم ليکونه لاسلیک کړل.

د دغو تفاهم ليکونو  پر بنسټ، د لوړو زده کړو موسسې ۴۲۰۰ ځوانان په بېلابېلو څانګو کې د ځوانانو چارو معينيت له لارې له ۳۰ تر ۸۰ سلنې تخفیف سره مني.

Views: 92

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.