پل علم (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): د لوګر چارواکي وايي، په مرکز پل علم، څرخ، برهکي برک او محمداغې ولسوالیو کې له سختو اورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي چې ۱۵ کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس مولوی عبدالله مفکر پژواک خبري اژانس ته وویل، د جمعې ورځې سېلابونو له امله په مرکز پلعلم، برهکي برک او څرخ ولسوالیو کې ۹ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، په مړو شوو کسانو کې درې ښځې او څلور ماشومان هم شامل دي.
دی وايي، په دغو سېلابونو کې شاوخوا ۲۵۰ کورونه نړېدلي او زرګونه جریبه کرنیز فصلونه او ځمکې تخریب شوي دي.
نوموړي وویل: «د لوګر د مرکز پل علم اړوند التمور، کتبخېل او دوشنبې سیمې، د څرخ ولسوالۍ اړوند ډبر سیمه او د محمداغې ولسوالۍ دهنو او لشکرخېل سیمې سېلابونو سختې ځپلې دي؛ هغه معلومات چې تر دې مهاله له یادو شوو سیمو را رسېدلي، ښيي چې په دغو سیمو کې سېلابونو ۹ کسان مړه کړي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.»
بلخوا د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیعالله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، د سېلابونو له امله د زیانمنو شوو کورنیو سروې پیل شوې او هڅه روانه ده چې په دغه ولایت کې شته موسسې له سېلابځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
نوموړي پر ټولو خیریه ادارو او موسسو غږ وکړ چې د یاد ولایت له سېلابځپلو کورنیو سره د سرپناه، خوراکي او غیر خوراکي توکو په برخو کې مرسته وکړي.
د څرخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي لطفالله پژواک اژانس ته وویل، د سېلابونو له امله یې په کلي کې نږدې ۶۰ کورونه په بشپړه توګه نړېدلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۵ کسان مړه کړي دي.
هغه د لوګر له ولایتي ادارې او مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د یادې ولسوالۍ له سېلابځپلو سره د سرپناه په برخه کې مرسته وکړي.
د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سردارمحمد پژواک ته وویل، سېلابونو په دغې ولسوالۍ کې دوه ماشومان او یو نارینه مړه کړي او دغهراز لسګونه کورونه او کرنیزې ځمکې یې تخریب کړي دي.
دی زیاتوي، د سېلابونو له امله د لوګر په سیند کې اوبه ورځ په ور زیاتېږي او شاوخوا لسګونه کورونه له خطر سره مخ دي.
د یادونې ده چې د لوګر ترڅنګ په میدان وردګ او پکتیا ولایتونو کې هم د جمعې ورځې سېلابونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
Views: 78
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن