ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د یوې سرګلولې چاودنې څلور ماشومان ټپیان کړي

لوګر کې د یوې سرګلولې چاودنې څلور ماشومان ټپیان کړي

author avatar
13 Aug 2022 - 13:48
لوګر کې د یوې سرګلولې چاودنې څلور ماشومان ټپیان کړي
author avatar
13 Aug 2022 - 13:48

پل‌علم (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): د لوګر امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بره‌کي‌برک ولسوالۍ کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

پېښه تېره ورځ مازدیګر ناوخته د دې ولسوالۍ په نواباد کلي کې شوې ده.

د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه هغه مهال شوې چې ماشومانو پر موندل شوې سرګلولې لوبې کولې.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې څلور ماشومان ټپيان شوي چې د یوه ماشوم روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې په دغه ولایت کې د سرګلولې چاودنه څلور ماشومان ټپي کوي، بلکې د روانې میاشتې په پيل کې هم د بره‌کي‌برک ولسوالۍ د بابړیانو کلي کې د یوې سرګلولې چاودنې ۲ ماشومان ټپيان کړي وو.

Views: 72

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.