Language

نیویارک کې د «شیطاني آیات» کتاب پر لیکوال سلمان رشدي برید شوی

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۱): د امریکا په نیویارک ښار کې د «شیطاني آیات» کتاب پر لیکوال سلمان رشدي د چاقو په وسیله برید شوی او هغه یې سخت ټپي کړی دی.

امریکایي رسنیو د زمري په ۲۱مه، خبر ورکړی چې دا برید نن د نیویارک په چاټاقو انسټیټوت کې هغه مهال وشو چې سلمان رشدي یوې غونډې ته وینا کوله.

د راپورونو له مخې، بریدګر د سټیج پر لور ورغی، لومړی یې پر سلمان رشدي د سوکانو او بیا د چاړه په وسیله ګوزارونه وکړل.

د نیویارک پولیسو ویلي، سلمان رشدي يې په یوه چورلکه کې په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدولی او هلته تر جراحي عملیاتو لاندې دی.

پولیسو تائید کړې چې بریدګر نیول شوی دی.

بلخوا بي‌‌بي‌سي خبر ورکړی چې بریدګر «هادي ماتار» نومېږي، ۲۴ کاله عمر لري او د امریکا د نیوجرسي ولایت اوسېدونکی دی.

هندي الاصله بریتانوی لیکوال سلمان رشدي په ۱۹۸۹ کال کې وروسته له هغه په اسلامي نړۍ کې پراخه غوسه راوپاروله چې د «شيطاني ایاتونو» په نامه يې يو ناول چاپ کړ او ځينې برخې يې د مسلمانانو له خوا کفري وبلل شوې.

په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د رشدي پر ضد لاريونونه وشول چې له امله یې څو کسان ووژل شول او ايراني حکومت د نوموړي د وژلو پر سر جايزه اعلان کړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت پخواني مشر ایت‌الله خمیني په ۱۹۸۸ کال کې د رشدي د وژلو فتوا صادره کړه او یاد کتاب په ایران کې بند شو.

تر دغې فتوا وروسته سلمان رشدی نهه کاله پټ ژوند کولو؛ د ایران اسلامي جمهوریت هر هغه چا ته چې رشدي ووژني، څه باندې درې میلیون ډالر جایزه ټاکلې ده.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.