خوست ښار (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): ځايي مسوولين وايي، په خوست کې په تېره شاوخوا يوه مياشت کې د سېلابونو له امله ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په خوست کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رييس حاضر محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د مرکز په ګډون په اسماعيلخېلو، مندوزو، تڼيو، ځاځي ميدان او قلندر ولسواليو کې مړه شوي دي.
نوموړي وويل، په مړو شوو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.
د خوست د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د معلوماتو پر اساس، يوازې د تېرې جمعې شپې سېلابونو – چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې راوتلي وو – د ګڼو مالي زیانونو ترڅنګ، د يوې مېرمنې او دوو ماشومانو په ګډون د اتو کسانو ژوند اخيستى دی.
په ورته مهال، د خوست ځیني اوسېدونکي بيا وايي چې د سېلابونو راوتلو پرمهال يو شمېر خلک د سونتوکو نيولو په موخه د خوړ اوبو ته ورګډېږي چې ځيني وخت د هغوی د ژوند په بيه تمامېږي.
د يارمحمد په نوم د خوست یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ورځې د مخه د دوی کلي ته سېلابونو دوه جسدونه راوړي وو؛ خو له دې سره بيا هم د کلي خلک په خوړونو کې د لرګیو نیولو هڅې کوي.
ده وويل: «د دې جسدونو په لیدلو سره بیا هم زموږ کلیوالو د لرګیو د نیولو لپاره په خوړ کې ځانونه ایسار کړل چې دا په لوی لاس خپل ځان مرګ ته ورکول دي. په کار نه ده چې د لرګیو د نیولو لپاره دې خلک په خوړ کې ځانونه ایسار کړي، ځکه چې په تېر کې هم څو ځلې له همدې کبله سېلابونو ځاني زیانونه اړولي دي.»
د کمال شهزاده په نوم د خوست بل اوسېدونکي پژواک ته وويل، که څه هم د لرګيو نيولو دا چاره خلک د اړتيا له مخې کوي، خو بیا هم پر دې نه ارزي چې ځانونه په لوی لاس د مرګ خولې ته ورکړي.
هغه وويل، د دې چارې د مخنيوي لپاره بايد د کلي مشران او امامان خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
هغه وايي: «زموږ خلک غریب دي، د لرګیو د نېولو لپاره خوړونو ته ځي، هلته ځانونه ایساروي؛ یو ځل داسې وشول چې خلکو په خوړ کې ځانونه بند کړي وو چې دوی یې یوړل او مړه یې کړل، دومره لرګي هم نه وي لکه دوی چې ځانونه خطر ته ورکوي.»
په ورته مهال ځايي مسوولین وايي، وروستيو سېلابونو په خوست کې د ځاني زیانونو ترڅنګ پلونه، استنادي دېوالونه او کرنيزې ځمکې هم ويجاړې کړې دي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني پژواک ته وويل چې د لرګیو د نېولو لپاره دې څوک خپل ژوند په خطر کې نه اچوي او هغه خلک چې خوړونو ته نږدې مېشت دي، دې برخې ته دې جدي پاملرنه وکړي.
دی زياتوي: «دلته يو شمېر کسان د سېلاب تماشه کوي او یا د خس او خشاک لپاره هلته ورځي، دوی ډېر له خطر سره مخ دي. همدغهراز باید د عامه پوهاوي لپاره عاجل اقدامات وشي.»
عثماني وويل چې د تېرې جمعې شپې سېلابونو د خوست په نادرشاهکوټ او يعقوبيو صبريو ولسواليو کې خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.
هغه زياته کړه، يوازې د نادرشاهکوټ په ځنيخېلو سيمه کې شاوخوا ۲۰۰ کورونه د سېلاب له امله ويجاړ شوي دي.
د نوموړي په وینا، په یعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د خلبيثات په ښارګوټي هم يو شمېر هټۍ ويجاړې شوې دي چې اټکلي زيان يې ۴۰ ميليونه افغانيو ته رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP