Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مصر یوه کلیسا کې د اورلګېدنې له امله ۴۱ کسان مړه شوي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): چارواکي وایي چې د مصر په یوه کلیسا کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي دي.

ځایي رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ د مصر د پلازمېنې قاهرې په شمال‌لوېدیځه څنډه د ابو سیفین په کلیسا کې رامنځته شوې ده. د اورلګېدو لامل معلوم نه دی، خو ویل شوي چې اورلګېدنه د برېښنا شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په خپل فېسبوک کې لیکلي: «ما ټول دولتي خدمتي ادارې منظمې کړې چې مطمین شو ټول اقدامات ترسره کېږي.»

بلخوا د مصر د اور وژنې ادارې ویلي‌ چې اور یې کنټرول کړی دی.

د مصر د مسیحیانو کلیسا د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت په حواله ویلي چې په پېښه کې ۴۱ کسان مړه شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې قبطي مسیحیان په منځني ختیځ کې ډېر دي‌ او د مصر د ۱۰۳ میلیون نفوس لس سلنه جوړوي.

په مصر کې دا ډول اورلګېدنه تر یوې اندازې معمول بلل کېږي؛ د تېر کال د مارچ په میاشت کې د رخت جوړولو یوې کارخانه کې هم اور لګېدلی و چې له کبله یې ۲۰ کسان مړه شوي وو. په ۲۰۲ کې په دوو روغتونونو کې اورلګېدنه رامنځته شوې وه چې په کرونا اخته ۱۴ کسان په کې مړه شول.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.