پل علم (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ په واغجان تنګي سیمه کې د یوه ځوان مړی موندل شوی دی.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، وژل شوی کس ۲۶ کاله عمر لري او د نامعلومو کسانو له خوا زندۍ شوی دی.
هغه زیاته کړه، د وژل شوي کس جسد په یوې بوجۍ کې اچول شوی و چې د محمداغې ولسوالۍ د واغجان تنګي په سیمه کې موندل شوی دی.
د نوموړي په خبره، د وژل شوي کس هویت تر اوسه څرګند نه دی خو مړی یې د امنیتي کسانو له خوا د لوګر ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دی.
دی وايي، امنیتي ارګانونه د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د یادونې ده، یوه میاشت مخکې هم په یاده سیمه کې د یوه ۴۰ کلن سړي مړی موندل شوی و چې د نامعلومو کسانو له خوا په مرموز ډول وژل شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP