جلالاباد (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت په سرهرود ولسوالۍ کې يو کس له انسان تښتوونکو ژغورل شوی او په تړاو يې د يوې ښځې په ګډون دوه کسان نيول شوي دي.
نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او يادونه يې کړې چې شپږ نور کسان هم ورسره په جرم کې شريک دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حاجي رييس زابلي نن (د زمري ۲۳مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، د سرهرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوه سوداګر زوى د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوى او په تړاو يې دوه کسان نيول شوي دي.
هغه زياته کړه چې نيول شوو کسانو د امنيتي ځواکونو له نوم څخه په ګټې اخیستو ياد کس تښتولی و، خو بل ورور يې امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړى چې د جدي اقداماتو په پايله کې ډېر ژر ياد کس له انسان تښتوونکو ازاد او په تړاو يې د يوې ښځې په ګډون دوه کسان نيول شوي دي.
نوموړي وویل، د دغو انسان تښتوونکو له ډلې شپږ کسان يې په تېښته بريالي شوي دي.
د نورالله په نوم يو انسان تښتوونکی چې د پوليسو له خوا نيول شوی، وايي، اته کسيزه ډله وه چې څلور کسانو يې خلک تښتول، دوو نورو د کور څوکيداري کوله او دوو نورو کسانو چې يو خپله همدا شخص او بله يې يوه مېرمن ده، د کور دننه د تښتول شوي کس ساتنه کوله.
تښتول شوی عبدالحق – چې پلار یې په سرهرود ولسوالۍ کې د خښتو بټۍ لري – وايي، سهار کار ته پر لار و چې په احمدزيو سيمه کې د يو چيکپاينټ پرمهال د امنيتي ځواکونو په نوم وسلهوالو اختطاف کړ.
هغه وايي: «موږ چې يې ودرولو، نو زما ورور ته يې وويل چې ته د حاجي عبدالاحد زوی يې، زه لږ شکي شوم، ما ورته وويل چې دا نه دی زه يم، ويل يې راکښته شه، تا باندې عريضه شوې قوماندانۍ ته دې وړو، ما چې زور ووهلو په پښه يې زخمي کړم، بيا يې په زوره بوتلم.»
چارواکي وايي، که ولس همداسې پر وخت معلومات ورکړي نو د ډېرو ورته پېښو مخه به په اسانۍ سره ونيول شي.
Views: 479
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن