لښکرګاه (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱ ): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له خوا له ۱۰۹۵ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته نن پيل شوه او هرې کورنۍ ته ۷۰۰ امریکایي ډالر ورکول کېږي.
د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د ثبت شوو کورنیو عمومي مدیر عبدالباقي منظم پژواک خبري اژانس ته وویل، دا هغه بېځایه شوې کورنۍ دي چې اقتصادي ستونزې لري او د جګړو پرمهال یې کورونه نړېدلي دي.
نوموړی وایي: «د مرکز په ګډون په ځېنو نورو ولسوالیو کې چې سروې مخکې شوي وه، اوس د ۱۰۹۵ کورنیو لیست راغلی دی او هرې کورنۍ ته ۷۰۰ امریکایي ډالر ورکول کېږي. «
د هلمند مرکز لښکرګاه د بولان سپينې کوټې اوسېدونکي عبدالولي چې مرسته يې ترلاسه کړې، پژواک ته وویل، یاده مرسته به يې تر ډېره د کورنۍ اړتیاوي پوره کړي .
نوموړي دې ته ورته د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه .
د باباجي اوسېدونکي وليمحمد هم د نغدي مرستې په ترلاسه کولو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې دوی له ډېر بد اقتصادي حالت سره مخ دي.
هغه زياته کړه: «دغه پيسې به مې یوڅه وخت لپاره د کورنۍ اړتياوې پوره کړي، خو موږ غواړو چې حکومت راته د کار زمينه برابره کړي څو د تل لپاره له محتاجۍ خلاص شم.»
د هلمند د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، د سرپرست حکومت په رامنځ ته کېدو سره په دغه ولایت کې له ۳۸زره اړو کورنیو سره د نغدي پیسو ترڅنګ بېلابېلي مرستې شوې دي.