Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران افغان سوداګرو او کارګرو ته د ویزو ورکولو کې اسانتیا راولي

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وايي، وروسته له دې به په افغانستان کې د ایران ټولې قونسلګرۍ اړمنو افغانانو ته ویزې په عاجل ډول اجراء کوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء‌احمد تکل په خپل ټویټر کې لیکلي چې نن (یکشنبه) د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستیال علي رضاء بیګدلي او په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان وکتل.

سرچينه کاږي، په دغه ناسته کې په ایران کې د افغان سوداګرو، کارګرو او افغان کډوالو لپاره په قونسلي خدماتو کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وشوې.

د نوموړي په حواله، بېګدلي څرګنده کړه چې له دې وروسته به په افغانستان کې د ایران ټولې قونسلګرۍ اړتیا لرونکو افغانانو ته ویزې په عاجل ډول اجراء کوي چې دا کار به ایران ته د افغانانو د ناقانونه تګ په مخنیوي کې مرسته وکړي او په تګ راتګ کې به اسانتیا رامنځته شي.

سرچينه زياتوي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ایراني پلاوي وغوښتل چې د ویزو د ورکړې ترڅنګ له افغان سوداګرو، کارګرو او کډوالو سره د کارموندنې په برخه کې هم پراختیا راولي.

د ده په وینا، هڅه کوي چې د سیمې په کچه اقتصادي پیوستون رامنځته کړي چې په لړ کې به یې له ایران سره هم د سوداګریزې ودې ترڅنګ په ترانزیټي برخه کې زیاتوالی راشي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له علي رضاء بېګدلي څخه وغوښتل چې ایران ته د تلونکو افغانانو لپاره دې په هوايي ترانسپورټ کې د کرایو کموالی او اسانچارې رامنځته کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.