Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښاروالۍ په تېر یوه کال کې څه باندې ۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): کابل ښاروالي وايي، دې ادارې په تېر یوه کال کې ١٨١ پراختيايي پروژې تطبیق کړې او د پراختيايي او ودانيزو پروژو له درکه یې څه باندې درې ميليارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالرشيد بلوچ نن (د زمري ٢٣مه) په کابل کې د «ملت ته د حکومت د حساب ورکونې» په غونډه کې په تېر یو کال کې د دغې ادارې د دندو او لاسته‌راوړنو په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل.

هغه وويل، په تېر یوه کال کې د ١٨١ پراختيايي پروژو د پلې کېدو بهير پيلول او د څه باندې ۳ ميليارده افغانيو عوايدو راټولول د دغه رياست له مهمو لاسته‌راوړنو څخه دي.

د هغه په ​​وينا، د ښاري نظم په موخه د لاسي پلورونکو غرفې تنظیم او مدیریت شوې؛ له کابل ښاره کانکریټي موانع لرې کړای شول، د ښار له بېلابېلو سیمو کثافات لېږدول شوي، د ښاري ستونزو د حل په موخه د بسونو په فعالېدو سره لازمې ترانسپورټي اسانتیاوې برابرې شوې او هېوادوالو سره پرله پسې ناستې ترسره شوې دي.

د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې، نظارت او ارزونې رییس محمداصف جلالزي په دې ناسته کې وویل، د سړک جوړونې، د سطحي اوبو د مدیریت، د عامه ټرانسپورټ د زیربناوو د ښه والي، ښاري پلان جوړونې، د زرغونو ساحو پراخوالي، د ښاري زېربناوو ساتنه او د غېر پلان شوو ساحو د جوړولو کار یې پیل کړی چې په ټوله کې له ۴،۸ ملیارد افغانیو ډېر لګښت پرې راځي.

هغه زياتوي چې یادې ادارې په تېر یو کال کې څه باندې ۳،۶ ميليونه افغانۍ عوايد هم راټول کړي دي.

نوموړی وايي، له ۲۶۳ ساحو د څه باندې ۳۰۰۰ کانکریټي موانعو لرې کول، د ۱۰۰۰ لوړپوړیزو ودانیو د مرکز ګرمیو څېړنه، د څه باندې ۶۲۰ خپلسرو ودانیو معلومول، له ۱۸۰ د زیاتو سوداګریزو او عادي ودانیو جوړول د نقشو وېش د دغې ادارې له نورو مهمو کارونو دي.

هغه په ​​ډاګه کړه چې د راپور پر بنسټ، په تېر یو کال کې له ۳۷۹ زره ټنه ډېر کثافات، د سپټیک له څاګانو له ۳۹ زره متر مکعب زیاتې فاضله اوبه او له ۲۲ زره متر مکعب زیاتې د سړک غاړې ولاړې اوبه له کابل ښاره لېږدول شوې دي.‎

نوموړی زیاتوي، له ۶۶زره متره زیات سړکونه پاخه، له ۱۰۶ مترو ډېر د سړک د غاړې ویالې او له ۲۳ زره مترو زیات عمومي ‎ او فرعي کانالونه کانکرېټ شوي دي.

د سرچينې په خبره، د (٧، ١٠، ١٣، ١٤، ٢١ او ٢٢) ناحیو د زون بندۍ او ښاري پراختيا ‎ پلان جوړ، سروې او ډيزاين شوى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه کال په لړ کي له ١١٠زره متر مربع ډېرې پلې لارې کانکرېټ شوي او ۲۰۰ قبالې په الکترونیکي سيسټم کې ثبت شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.