Language

د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د هوا‌پېژندنې ادارې، نن او سبا د هېواد په ۱۹ ولايتونو کې د اورښت، تالنده برېښنا، سېلابونو او په درېيو ولايتونو کې د لنډمهاله تېزو بادونو د پېښېدو اټکل کړی دی.

د افغانستان د هوا‌پېژندنې ادارې نن په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګو، بامیان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، اروزګان، دایکنډي او کندهار ولایتونو کی د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.

سرچينه زياتوي: «د ورښت کچه په بېلابېلو نقاطو کې له ۱۰ نه تر ۳۵ ملي مترو پوری اټکل کېږي.»

دغه‌راز سرچينې ويلي، په هرات،‌ فراه او نیمروز ولایتونو کې د تېز بادونو او دوړې احتمال شته چې د باد سرعت په بېلابېلو ساحو کې له ۲۰ نه تر ۶۵ کیلومتر په ساعت کې اټکل کېږي.

login or register a new account.