ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوستم: نور له جګړو ستړي یو، باید یو بل ومنو او د بلې کورنۍ جګړې مخه ونیسو

دوستم: نور له جګړو ستړي یو، باید یو بل ومنو او د بلې کورنۍ جګړې مخه ونیسو

author avatar
17 Aug 2022 - 00:35
دوستم: نور له جګړو ستړي یو، باید یو بل ومنو او د بلې کورنۍ جګړې مخه ونیسو
author avatar
17 Aug 2022 - 00:35

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم ویلي چې جګړه د حل لار نه ده او نور باید افغانان د یوه مسلمان او افغان په توګه یو بل ومني.

هغه له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت ته یې پیغام استولی او ترې غوښتي یې دي چې جګړه، د یوه بل له منځه وړل  او له پامه غورځول د حل لار نه ده.

دوستم زیاته کړې چي د یوه مسلمان او افغان په توګه باید یو بل ومنو او د یوې بلې کورنۍ جګړې مخه باید ونیول شي.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ویلي چې جګړه نه غواړي او له سرپرست حکومت هم همدا تمه لري.

دوستم وایي: «زه غواړم طالبانو ته ووایم چې موږ دوی په جګړه له منځه نه شو وړلی؛ یو ځل مو دا کار وکړ خو دوی بېرته راغلل. ټول له جګړې ستړي شوي دي، زه هيڅ جګړه نه غواړم او طالبان هم باید دا ومني.»

د جنبش ګوند مشر چې «د افغانستان د ملي مقاومت عالي شورا» غړی هم دی، له طالبانو غوښتي چې له دې شورا سره خبرې پیل کړي.

هغه زیاته کړې: «موږ یو بل ته دوکه نه شو ورکولی، دوی زموږ د خلکو حق له پامه نه شي غورځولی، باید د افغانستان ملي مقاومت له عالي شورا سره کېني او خبرې پیل کړي.»

دوستم ادعا کړې چې طالبان د توکمیزو لږکیو حقونه تر پښو لاندې کوي او په خبره یې، غواړي ټول له یو شان حقونو برخمن و اوسي.

خو سرپرست حکومت بیا وایي، په خپل حکومت کې یې د افغانستان ټولو توکمونو ته حق ورکړی دی.

دوستم په دې مرکه کې د جګړې د نه کولو ترڅنګ د یوه ټول‌شمول حکومت پر جوړولو هم ټینګار کړی او ویلي یې دي: «په افغانستان کې باید ټولې خواوې د یوه ټولګډون حکومت پر جوړولو هوکړه وکړي.»

‌دوستم د نجونو ښوونځيو تړل کېدو مسئلې ته په اشاره ویلي چې ځوان کهول به دا بندیزونه ونه زغمي.

دی وايي: «طالبان نه شي کولای چې د ښوونځيو دروازې وتړي، ویې ګواښي او ډزې ورباندې وکړي. تاسې په دې ډول (حکومت ته) دوام نه شئ ورکولای. افغانان یو خېل نه دي، دوی مختلف دي او ځوان نسل توپير لري. دوی به دا هر څه درسره ونه مني.»

د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم وایي چې طالبان په خپل زور نه بلکې د “یوې معاملې” پر بنسټ واک ته “رسول شوي” دي.

هغه پر پخواني ولسمشر اشرف غني‌ تور پورې کړ چې ګواکې له امریکا سره په ګډه یې طالبان واک ته ورسول او په خبره یې، «طالبانو ته به اسانه نه وه چې د افغانستان واک په زور ترلاسه کړي.»

خو اشرف غني څو ورځې مخکې له سي‌اين‌اين سره په یوه مرکه کې وویل چې د دوحې تړون یوه فاجعه وه.

[/restrict]

Views: 500

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.