ښرنه (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۱): د پکتيکا ولايتي چارواکي وايي، په مرکز ښرنه کې د شېخ هبتالله اخوندزاده په امر د ‹‹الجهاديه›› په نوم يوې ديني مدرسې فعاليت پيل کړ چې سلګونه زدهکوونکو ته به په کې د ديني زدهکړو زمينه برابره شي.
د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي ميرزا علي خان په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه مدرسه کې به تر ۱۰۰۰ کسانو پورې د دیني علومو زدهکوونکي د ۱۱ استادانو پر مټ زدهکړې کوي.
دی وايي، د دغې مدرسې د زدهکوونکو لپاره یې د ليليې اسانتیا او د استادانو لپاره هر یوه ته ۲۵۰۰۰ افغانۍ مياشتنی معاش په نظر کې نيولی دی.
د نوموړي په خبره، دغې مدرسې ته تر اوسه ځانګړې ودانۍ نه ده جوړه شوې، خو زدهکوونکي به د لنډ وخت لپاره د مرکز ښرنې د عالي بابا ليسې په مرکزي ليليه کې زدهکړو ته دوام ورکوي.
د دغې مدرسې مشر شيخ محمدایوب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مدرسې مالي لګښتونه به په خپله د شیخ هبتالله اخوندزاده له لوري د ولايت د پوهنې رياست له لارې ورکول کېږي.
هغه وایي، دغه دیني مدرسه به د مياشتې شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت ولري.
د يادونې ده چې د سرپرست حکومت په راتلو، د هېواد په ډېرو ولايتونو کې دیني مدرسې پرانیستل شوې چې زرګونه زدهکوونکو ته پکې د ديني علومو زدهکړې ورکول کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP