پارون (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۱): په نورستان کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې له اورښت وروسته سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د یادې ادارې رییس مولوي قیامالدین جانباز پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون په کامدېش ولسوالۍ کې سخت اورښت شوی او وروسته سېلابونه راوتلي چې د دغې ولسوالۍ کمو، پتيګل، بازګل، ګوردېش، ساریت او چنار خوړ سیمې یې ځپلې دي.
هغه زیاته کړه، په یادو شوو سیمو کې د سېلابونو له امله ګڼ کورونه نړېدلي او تر ۱۰ پورې جسدونه موندل شوي چې اوبو راوړي دي.
دی وايي، ښايي د ځاني زیان کچه له دې امله ډېره وي چې دوی یې په کره کولو بوخت دي.
هغه دغهراز یادونه وکړه چې د سېلابونو له امله د کامدېش – برګمټال لار هم تړل شوې ده.
ده وویل، مرستندویه ادارې به هڅوي څو سېلابځپلو سیمو ته مرستې ورسوي او د زیانمنو کورنیو لاسنیوی وکړي.
بلخوا، د نورستان د والي ویاند سیفالدین لټون پژواک اژانس ته وویل، په کامدېش ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان مړه شوي دي.
دی زیاتوي، سېلابونو د ځاني زیان ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اړولي؛ یو شمېر کورونه، کرنیزې ځمکې او سړکونه هم ویجاړ شوي دي.
د ده په خبره، د والي په لارښوونه یو پلاوی سیمې ته استول شوی څو کره شمېرې راټولې او تر اړو کورنیو لازمې مرستې ورسوي.
په کامدېش ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات نشته چې له خلکو د اوښتو زیانونو په اړه معلومات واخیستل شي؛ خو د سیمې یو اوسېدونکی عبدالرحمن – چې اوس ننګرهار ته تللی – پژواک خبري اژانس ته وویل، سېلابونو په دغې ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰ کسان مړه کړي او ډېر مالي زیانونه اړولي دي.
هغه زیاته کړه، په یادې ولسوالۍ کې ډېرې کرنیزې ځمکې او دوه پلونه هم تخریب شوي دي.
نوموړی له حکومت او مرستندویه ادارو سېلابځپلو سیمو ته د بېړنیو مرستو رسولو غوښتنه کوي.
کامدېش د نورستان هغه ولسوالي ده چې موسمي سېلابونه په کې ډېر کله زیانونه اړوي.
یو کال مخکې هم سېلاب د دغې ولسوالۍ میردېش کلی یې لاندې کړی و او شاوخوا ۱۵۰ کسان یې وړي وو.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې د نورستان ترڅنګ په زابل، غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن