کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د دوو ورځو لپاره له تالندې او برېښنا سره مل د نسبتاُ سختو اورښتونو خبرداری ورکړی دی.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې به د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې له تالندې او برېښنا سره مل د نسبتاً سختو اورښتونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې په یادو ولایتونو کې نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، کابل، میدانوردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، اروزګان او دایکنډي شامل دي.
د هواپېژندنې ادارې په دوام کې لیکلي چې د اورښت کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۰ مليمتره پورې اټکل شوې ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په هرات، فراه، غور او نیمروز ولایتونو کې د نسبتاُ سختو وقفهیي بادونو د لګېدو چې دوړې او خاورې به هم ورسره وي، اټکل شوی چې سرعت به یې په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۲۰ تر ۶۵ کیلومتره پورې وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP