کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) ویلي، په تېر یوه کال کې یې د ۴۵۷زره ماشومانو چې پر سختې خوارځواکۍ اخته وو، درملنه کړې ده.
یونیسف پرون (سیشنبه، ۲۵ زمری) په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه شمېر ماشومان یې د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې ژغورلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې، د ملګرو ملتونو سازمان هم په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله شاوخوا یو میلیون ماشومان د مرګ له خطر سره مخ دي.
له بلې خوا، شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان هم په یوه راپور کې ویلي و، په افغانستان کې ۲۴.۴ میلیون کسان چې ۱۳ میلیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن