Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې په تېرو څلورو میاشتو کې سلګونه ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته شوي

فیض‌اباد (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۱): د بدخشان د عامې روغتیا ریاست په دغه لایت کې د تېرو څلورو میاشتو پر مهال پر خوارځواکۍ د اخته ۳۰۰ ماشومانو د ثبت خبر ورکوي او وايي، له دې ډلې لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بدخشان د ولایتي روغتون د خوارځواکۍ برخې د ماشومانو متخصص ډاکټر غلام رباني مشتاق پژواک خبري اژانس ته وویل، په منځنۍ کچه په ۲۴ ساعتونو کې له ۵ تر ۱۰ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه په دغه څانګه کې ثبتېږي.

خو هغه زیاتوي، په تېرو څلورو میاشتو کې تر ۳۰۰ ډېر پر سختې خوارځواکۍ اخته ماشومان د ولایتي روغتون په دغه څانګه کې ثبت شوي چې له ډلې یې ۱۰ ناروغان د خراب روغتیایي وضعیت له امله مړه شوي دي.

نوموړي بېوزلي، وزګارتيا او د چاپېريالي حفظ‌الصحې نه مراعاتول په ماشومانو کې د خوارځواکۍ خپرېدو اصلي لاملونه وبلل.

هغه زیاتوي، تر ډېره پر خوارځواکۍ اخته ماشومان له ارګو، راغ، جرم او د دغه ولایت له نورو سیمو څخه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.