کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۱): د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اروپایي ټولنې شارژدافیر سره د مخهښې کتنې پرمهال ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د اروپایي ټولنې په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې او ښه تعامل غواړي.
ارګ په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي، د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیر ارنوټ پاولز سره له غرمې مخکې د مخهښې کتنه کړې ده.
سرچینې لیکلي، د اروپایي ټولنې شارژدافیر ارنوټ پاولز په دغه لیدنه کې په افغانستان کې پر خپل اووه کلن ماموریت خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې نور یې دلته کاري دوره پای ته رسېدلې او بله همکاره به یې په نږدې راتلونکي کې د ده ځایناستې شي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیر ته په خطاب کې ویلي: «اووه کاله زیات وخت دی، هیله ده چې له افغانستان څخه ښه خاطرات یوسئ او له ځایناستي سره به دې هم خپلې همکارۍ ته دوام ورکوو.»
ده ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت د اروپایي ټولنې په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې او ښه تعامل غواړي او هیله لري چې نړۍوال په افغانستان کې د کانونو، برېښنا، کرنې، روغتیا او نورو سکتوري برخو کې پانګونې وکړي.
ده زیاته کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت ټولو پانګهوالو ته د امنیت د ټينګښت ترڅنګ د لازمو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکوي.
Views: 110
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن