کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۱): اسلامي امارت وايي، د یو «خپلواک او مشروع» نظام په توګه د خپلواکۍ ارزښت ساتنې ته ژمن او له سیمې او نړۍ سره د اسلام مبارک دین پر بنسټ ولاړو اړیکو غوښتونکی دی.
د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي له انګریزانو څخه د خپلواکۍ اخيستلو د ۱۰۳یمې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه استولې ده.
په دغه اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان متدين مجاهد لس په ډېرو سختو شرايطو کې په نشتو امکاناتو د برتانوي اشغالګرو پر ضد جهاد او د خپلواکۍ مبارزه ترسره کړه او درې ځله يې انګريزي استعمار ته ماتې ورکړه.»
د اعلامیې له مخې، له انګريزانو څخه اخيستل شوې خپلواکي – چې د هېواد د علماء کرامو، روحانیونو او سپينږيرو په لارښوونو او د ځوانانو په سرښندنو او ستړیاوو ترلاسه شوې- استعمارځپلو ولسونو ته يې د ازادۍ روحیه ورکړې او په مغلوبو ملتونو کې يي نوې ساه پو کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي: «زموږ لپاره د نورو تاريخي ورځو ترڅنګ نن (د اسد ۲۸مه) ورځ هغه تاریخي ورځ ده چې دې ملت پکې د ککریو په نذرانه د پردیو د جبر جغ مات او د يوې امپراتورۍ څخه یې ځان آزاد کړ.»
د سرچینې په وینا، اسلامي امارت د خپلواکۍ ورځې په رارسېدو خپل مؤمن او مجاهد ملت ته مبارکي وايي او ژمنه کوي چې د خپلو نيکونو د يوې پېړۍ جهادي کارنامو په برکت تراوسه پورې ساتل شوي ديني او افغاني ارزښتونه، عقيده، فکر، فرهنګ او ټول معنوي ارزښتونه به هماغسې په بې مثله قربانيو د تل لپاره ساتي او پالي.
سرچينه زياتوي: «د افغانستان مجاهد ملت په داسې حال کې د دې خپلواکۍ د یو بل کال پوره کېدل لمانځي، چې په ګران هېواد کې مثالي امنيت تأمين، بشپړ اسلامي نظام حاکم شوی او کال وړاندې د یوبل اشغال جرړې له بېخه ایستل شوې دي.»
په اعلامیه کې راغلي: «اسلامي امارت د دې هېواد د یو خپلواک او بشپړ مشروع نظام په توګه د تل لپاره د دې لوړ ارزښت ساتنې ته ژمن دی او له سیمې او نړۍ سره د اسلام د مبارک دین پر اساس ولاړو اړیکو غوښتونکی دی.»
سرچینې هیله ښودلې چې هر تېري ګر به له تېرو عبرت اخیستی وي او نور به د ځمکې په کره کې د سلامتۍ، یو بل زغملو او د یو بل په داخلي چارو کې د نه لاسوهنې پالیسۍ ته ژمنتیا وښودل شي.
Views: 97
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن