Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان وردګو کې له ۲۲۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوه

ميدان‌ښار (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱): د میدان وردګو د کلیو پراختیا او بيارغونې ریاست وايي، د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې له ۲۲۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دغه ولایت د کلیو پراختيا او بيارغونې ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې نن (د زمري ۲۹مه) د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ د ياد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې له ۲۲۰۰ اړو کورنیو سره مرسته کړې ده.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶،۵ کیلوګرامه دال او نیم کیلو مالګه ورکړل شوي دي.

سرچینې ويلي: «په دغه ولسوالۍ کې د یادو خوراکي توکو د وېش دویم پړاو بشپړ شوی او په نږدې راتلونکې کې به اړو خلکو ته د خوراکي مرستو د وېش دریم پړاو پيل شي.»

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي محمدکامل سره له دې چې د یادو مرستو له ترلاسه کولو خوښ دی، خو وايي چې دغه مرستې يې ورځنۍ اړتياوې نشي پوره کولای.

ده له حکومت او خیریه بنسټونو وغوښتل چې له بېوزلو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.