ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې لږ تر لږه ۸۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

تېره اونۍ افغانستان کې لږ تر لږه ۸۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
20 Aug 2022 - 17:56
تېره اونۍ افغانستان کې لږ تر لږه ۸۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
20 Aug 2022 - 17:56

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱): تېره اونۍ چین نور هېوادونه له اوسني افغان حکومت سره تعامل ته راوبلل، د شانګهای سازمان سرمنشي د افغانستان وضعیت ته رسېدنه په سیمه کې د امنیت او ټیکاو لپاره مهمه وبلله او امریکا له افغانستان سره ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

  • چین: هېوادونه دې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وکړي
  • پاکستان غواړي له افغانستان سره اړیکې پیاوړې کړي
  • افغان چارواکي: له نړۍ سره مثبت تعامل غواړو، خو په دې قیمت نه چې خپلواکي مو تر پوښتنې لاندې راشي
  • د شانګهای سازمان سرمنشي: د افغانستان وضعیت ته رسېدنه په سیمه کې د امنیت او ټیکاو لپاره مهمه ده
  • افغانستان سره امریکا ۱۵۰ میلیون امریکايی ډالر او استرالیا ۱۱ میلیون استرالیایي ډالر مرسته کوي
  • د افغانستان د کنګل شویو پیسو پر سر لا هم ناندرۍ روانې دي
  • بېلابېلو سرچینو یو ځل بیا د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د پرانیستې غوښتنه وکړه
  • عبدالرشید دوستم: جګره د حل لار نه ده، افغانان باید يو او بل د افغان او مسلمان په توګه ومني

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپيان دي.

د راپور له مخې، د کابل ښار د خیرخانې کوتل سیمې په يوه جومات کې د چاودنې له امله ٢١ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ٣٣ نور ټپيان شول؛ خو الجزیرې په دې چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۲۰ او د ټپیانو ۴۰ تنه ښودلی دی.

دغه‌راز راپورونه ښيي چې تېره اونۍ د کابل په دشت‌برچي سیمه کې چادونې د دوو امنيتي کسانو په ګډون څلور کسان ټپیان کړل او د کابل ښار په اتمه حوزه کې د ناپېژانده وسله‌والو په برید کې دوه کسان ټپيان شول.

د یو بل راپور له مخې، تېره اونۍ د کابل په دارالامان کې هم چاودنه وشوه. چارواکو وویل چې دغې چاودنه کې دوه کسان ټپیان دي، خو ايمرجنسي روغتون په خپل ټویټر کې لیکلي و چې له دې چاودنې د يو تن مړی او لس ټپيان وروړل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، د یوه کس زندۍ کړل شوی مړی د دايکنډي په سيند کې او د بل کس په لوګر کې موندل شوی دی.

د راپور له مخې، ناپېژاندو وسله‌والو په فارياب کې يو او په فراه کې دوه کسان وژلي دي.

چارواکي وايي، مولوي مهدي یې د هرات او ایران په سرحدي سیمه کې وژلی او په بدخشان کې امنيتي ځواکونو درې نامسؤله کسان وژلي دي او يو يې ټپي کړی دی.

دغه‌راز راپور ښیي چې تېره اونۍ په ننګرهار کې د يوې سرګلولې چاودنې د يوې کورنۍ درې ماشومان ټپيان کړل.

د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې، پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځېنو پېښو په اړه یې راپور نه وي تر لاسه کړی او یا سرچینو د دغې مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه وي ښودلی.

وړمه اونۍ په افغانستان کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل

چين له نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل ته ورګډ شي او وايي، د «طالبانو» تر واک لاندې اداره پیاوړې کېږي، خو ننګونې لا هم پر ځای دي.

پاکستان وایي، افغانستان او پاکستان له پخوا نږدې اړیکې لري او غواړي دا اړیکې لا پیاوړې شي. پاکستاني چارواکي وایي، له افغانستان سره د ګډو اقتصادي پروژو پلې کولو او افغانانو ته د ویزو ورکولو او نورو برخو کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې کوي.

ايران وايي، افغانستان کې د دغه هېواد ټولې قونسلګرۍ به اړو افغانانو ته ویزې په عاجل ډول اجراء کوي.

دغه‌راز، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تېر یوه کال کې یې ډېرو هېوادونو ته د افغانانو غږ رسولی او لاسته‌راوړنې لري، خو له هېوادونو سره د اړیکو رغول او عادي کول وخت غواړي.

تېره اونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کندهار کې غونډې ته وویل چې له امریکا او ۵۰ نورو هېوادونو سره یې د ګډو ګټو په چوکاټ کې خبرې کړې او د افغانستان تعامل ورسره د رسمي تعامل په څېر دی.

مقتي پر نړۍوالو غږ وکړ چې مثبتې اړیکې ورسره وپالي او له «فرمایشاتو» ډډه وکړي.

هغه وویل: «له نړۍ سره مثبت تعامل غواړو خو له دوی دا توقع هم لرو چې افغانان پرېږدي څو د نورو هېوادونو د خلکو په څېر د خپلې خوښې ژوند ولري، همدا ولسي مشروعیت دی چې په یوولسو ورځو کې مو ټول هېواد ونیو.»

په ورته مهال، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراختیا په موخه، مسکو ته تللی دی.

دغه‌راز، تېره ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد وویل، تعامل، اقتصادي او سیاسي پرمختګ په دې قیمت نه غواړي چې د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې راشي او د ملي ګټو په خلاف د هېچا فرمایشونه هم نه مني.

تېره ورځ، د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو (۲۸زمري) په مناسبت د افغانستان اوسني حکومت وویل، د یو «خپلواک او مشروع» نظام په توګه د خپلواکۍ ارزښت ساتنې ته ژمن او له سیمې او نړۍ سره د اسلام مبارک دین پر بنسټ ولاړو اړیکو غوښتونکی دی.

تېره اونۍ، د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشي ژانګ مینګ د نړۍوال امنیت په غونډه کې – چې په مسکو کې جوړه شوې وه – وویل، د افغانستان وضعیت ته رسېدنه په سیمه کې د امنیت او ټیکاو لپاره یو مهم عامل دی.

له افغانستان سره د مرستو دوام

تېره اونۍ، د امریکا متحدو ایالتونو اعلان وکړ چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته کوي، چې ۸۰ میلیون به یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف‌ای‌او)، ۴۰ میلیون به یې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او ۳۰ میلیون ډالر به د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UN Women) له لارې ولګول شي.

دغه‌راز، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) تېره اونۍ وویل چې استرالیا له افغانستان سره ۱۱ میلیون استرالیایي ډالر تازه مرسته کړې ده.

د افغانستان د کنګل شويو پېسو په اړه بېلابېلې څرګندونې

تېر کال د زمري ۲۴مه، د جمهوري نظام له سقوط وروسته امریکا د افغانستان ملي بانک څه باندې ۹ میلیارد ډالر کنګل کړل. د دغو پیسو ۷ میلیارده په امریکا او پاتې نور یې نورو هېوادونو کې دي.

تېره اونۍ، امریکایي رسنۍ وال‌سټریټ ژورنال د امريکايي چارواکو له قوله خبر ورکړ چې په کابل کې د القاعده د مشر ایمن‌الظواهري د وژل کېدو له اعلان وروسته، د امریکا متحده ایالتونو حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان کنګل شوې شتمني نه خوشې کوي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې امریکا ویلي و چې د بشري خواخوږۍ له مخې او د دې لپاره چې دا پیسې د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره وکارول شي، غواړي درې نیم میلیارد ډالر یې له کنګل حالته وباسي.

څو میاشتې مخکې د امریکا ولسمشر ویلي و، غواړي له دغو پیسو ۳،۵ میلیارد ډالر امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ورکړي.

خو تېره اونۍ د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د قربانیانو یو شمېر کورنیو په یوه لیک کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ دوی ته ورکول کېدونکې ۳،۵ میلیارد ډالر، د افغانانو حق دی او هغوی ته دې ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت وایي، یادې پیسې د افغانانو دي او باید ورکړل شي. په هېواد کې څو ځله لاریونوالو هم له امریکا غوښتي چې د افغانستان پانګه له کنګل حالته وباسي.

د نجونو ښوونځيو د بندېدو په تړاو بېلابېلې څرګندونې

د روان کال د وري په لومړیو کې د ښوونځیو ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان حکومت په هماغه ورځ د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې له مخې دغه ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشرې، سیما باهوس پر دغه کار نیوکه وکړه، ویې ویل چې افغانستان د نړۍ یوازېنی هېواد دی چې نجونې پکې ښوونځیو ته له تلو منع دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا له سرپرست حکومته وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانيزي.

دغه‌راز، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار وویل چې تعلیم خدای ورکړی حق دی او افغانې نجونې باید اجازه ترلاسه کړي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

تېره اونۍ یو ځل بیا یو شمېر مېرمنو اعتراضي لاریون وکړ او د یادو ښوونځیو د پرانیستې غوښتنه یې وکړه؛ خو د پوهنې وزارت ویلي چې د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو طرحه لا هم نه ده بشپړه شوې.

افغان سیاستوال څه وایي؟

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره اونۍ وویل چې اوسني نظام کې هم ستونزې شته او دوی ورته سپارښتنې هم لري، خو هغه په ټینګار سره ویلي چې اوسنی نظام له پخواني نظام سره د پرتلې وړ نه دی او اوس وضعیت ډېر ښه دی.

دغه‌راز، د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د افغانستان سرپرست حکومت ته يو پيغام استولی او په کې ويلي يې دي چې جګره د حل لار نه ده او تردې وروسته دې افغانان يو او بل د افغان مسلمان په توګه ومني.

د افغانستان د تېر حکومت ځینو چارواکو او سیاستوالو- چې بهر کې یې د «افغانستان ‌ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا» جوړه کړې – په یوه مجازي غونډه کې برخه واخیسته او خپل منشور یې اعلان کړ.

منشور کې په افغانستان کې د ټولو قومونو پر عادلانه ګډون او د ازادو، رڼو او عادلانه ټاکنو پر ترسره کېدو، د سولې خبرو، د ټولګدوني انتقالي نظام او منتخب دولت پر رامنځته کېدو ټینګار شوی دی.

د دوحې تړون په تړاو بېلابېلې څرګندونې

په کاناډا کې د مدني ټولنې او سیاسي فعالانو، افغان جلاوطنو او د افغان کډوالو استازو په یوه اعلامیه کې وویل چې د دوحې تړون له امله افغانستان د کورني او نړۍوال مشروعیت له بحران سره مخ شوی او دغه تړون د پخواني حکومت د سقوط له لاملونه څخه و.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه اونۍ د افغانستان مخکني ولسمشر محمداشرف غني هم وویل چې د دوحې تړون یو ناورین و او په افغانستان کې یې د سولې پروسه ګډه‌وډه کړه.

خو د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مخکني استازي زلمي خليلزاد بیا تېره اونۍ وویل چې د دوحې تړون په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لامل شوی دی.

Visits: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.