ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د یوه کور چت پرېوتو له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کونړ کې د یوه کور چت پرېوتو له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
20 Aug 2022 - 22:47
کونړ کې د یوه کور چت پرېوتو له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
20 Aug 2022 - 22:47

اسعداباد (پژواک ۲۹ زمری ۱۴۰۱) : د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د اورښتنو له امله د یوه د کور چت پرېوتو پیښه کې د یوې مېرمنې په ګډن دوه تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د خاص کونړ ولسوال مولوي فضل الرحمن پژواک اژانس ته وویل چې پېښه نن مازیګر څلور بجې د ملک میرویس په کور کې رامنځته شوې ده.

هغه وایې، د چت پرېوتو پېښه کې میرویس پخپل ژوبل شوی، خو مېرمن او یو لمسی یې مړه او دوه نور  ژوبل شوي دي.

ولسوال وايي، ټپیان د لا ښې درملنې لپاره د ننګرهار ته استول شوي دي.

د مبارز په خبره د پېښې ځای ته یې د مرستې په موخه حکومتي کسان هم استولي دي.

په ورته وخت د خاص کونړ د خېبر خوړ سیمي اوسیدونکی او د پیښې عیني شاهد وایي چې د چت پریوتو پېښه کې یوه او یو ماشوم وژل شوي او دوه کسه نور ټپیان دي چې د ژوبلیدلو هغو روغتیایي حالات نازک ښودل شوی.

نوموړی وایي، پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې ملک میروس د خپلې میرمن او دوه لمسیانو سره په کور کې د جوړ شوي چوپال لاندې ناست وو چې چت پرې پرېوتو.

له تېرو څو ورځو پرلپسې ورښتونو له امله د کونړ په ګن شمېر سیمو کې سیلابونه راوتلي او د ځاني زیان ترڅنګ یې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.