غزني (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱) : په غزني ښار کې کې د سختو اورښتونو له امله سلګونه کورنۍ په سیلابي اوبو کې بند پاتې دي او ځایي مسوولینو د ژغورنې هڅې پیل کړې دي.
د غزني ولایت ښاروال عبدالرزاق ضیایي پژواک خبري اژانس ته وویل چې ، د ښار په ځینو سیمو کې سیلابي اوبه راغلې چې د ښار اړونده یو شمېر کلي یې لاندې کړي دي.
نوموړی وایي، د ښاروالۍ له ټول پرسونل سره هغو سیمو ته تللی چېرته چې د سیلابونو اوبو زور اخیستی او له امله کورني بندې پاتې دي.
د هغه په خبره، تر اوسه د ښاروالۍ پرسونل د غزني ولایت مرکز اړونده د قلعه امیر محمد خان، پشتون اباد، غیب قلندر او یو شمېر نورو سیمو څخه یو زیات شمېر کورنۍ ژغورلې او په ځینو سیمو کې لا هم کار روان دی تر څو پاتې نورې کورنۍ هم وژغورل شي.
ښاروال وایي ، په یادو سیمو کې ډیری کورونه سېلابونو نړولي هم دي، خو د سر زیان په اړوند ورته تر اوسه معلومات نه لري.
د ښاروال په وینا، که په سیلابونو کې بند پاتې کسان ونه ژغورل شي، د ښځو او ماشومانو په ګډون به سلګونه کسان ژوند له لاسه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لوګر، وردګو او لغمان ولایتونو کې د سختو سېلابونو له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
بلخوا د هواپېژندنې ادارې د دریو ورځو لپاره د هېواد په زیاتو ولایتونو کې د سختو اورښتو او مرګونو سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP