Language

عمران خان د «شیطاني آیات» کتاب پر لیکوال سلمان رشدي برید غندلی

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱): د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د «شیطاني آیات» کتاب پر لیکوال سلمان رشدي شوی برید غندلی دی.

پرهندي الاصله بریتانوي لیکوال سلمان رشدي دا برید د زمري په ۲۱مه، د نیویارک په چاټاقو انسټیټوت کې هغه مهال وشو چې هغه یوې غونډې ته وینا کوله.

د راپورونو له مخې، بریدګر د سټیج پر لور ورغی، لومړی یې پر سلمان رشدي د سوکانو او بیا د چاړه په وسیله ګوزارونه وکړل او  هغه یې سخت ټپي کړ.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر سلمان رشدي شوي باندې د افسوس څرګندونه کړې او دا یې غندلی دی.

هغه له بریتانوۍ رسنۍ ګارډين سره په یوه مرکه کې ویلي چې د سلمان رشدي لانجمن کتاب شیطاني ایتونو خلاف د مسلمانې نړۍ قهر او غصه د پام وړ ده ، خو دا په دې مانا نه ده چې پر رشدي برید وشي.

بلخوا بي‌‌بي‌سي خبر ورکړی چې بریدګر «هادي ماتار» نومېږي، ۲۴ کاله عمر لري او د امریکا د نیوجرسي ولایت اوسېدونکی دی.

سلمان رشدي په ۱۹۸۹ کال کې وروسته له هغه په اسلامي نړۍ کې پراخه غوسه راوپاروله چې د «شيطاني ایاتونو» په نامه يې يو ناول چاپ کړ او ځينې برخې يې د مسلمانانو له خوا کفري وبلل شوې.

په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د رشدي پر ضد لاريونونه وشول چې له امله یې څو کسان ووژل شول او ايراني حکومت د نوموړي د وژلو پر سر جايزه اعلان کړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت پخواني مشر ایت‌الله خمیني په ۱۹۸۸ کال کې د رشدي د وژلو فتوا صادره کړه او یاد کتاب په ایران کې بند شو.

تر دغې فتوا وروسته سلمان رشدی نهه کاله پټ ژوند کولو؛ د ایران اسلامي جمهوریت هر هغه چا ته چې رشدي ووژني، څه باندې درې میلیون ډالر جایزه ټاکلې ده.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.