مهترلام، میدانښار، پل علم (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱): مسوولین وايي، په لغمان ولایت کې وروستیو سېلابونو درې کسان مړه کړي او ۵۵ کورونه يې نړولي، ميدان وردګو او لوګر کې هم لسګونه کورونه ويجاړ شوي دي.
د لغمان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس قارې خیرمحمد غازي پژواک اژانس ته وویل چې د پرون او نن ورځې پرلهپسې شديدو بارانونو او د سېلابونو راوتو له امله په مرکز مهترلام او ټولو ولسوالیو (الیشنګ، الینګار، دولتشاه، بادپښ او قرغیو) کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.
ده د جزئياتو له ورکولو پرته زياته کړه، تر دا مهاله درې کسان مړه شوي، ۱۵ ژوبل شوي، ۵۵ کورونه، ۳زره جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۳۰ څاروي، ۱۳ د مېوو باغونه، ۱۵۵ د اوبو کانالونه او ۴۰ استنادي دېوالونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
زیانمنې شوې کورنۍ له دولت او خیریه بنسټونو څخه غواړي چې دوی سره دې بېړنۍ مرستې وکړي.
د لغمان د قرغیو ولسوالۍ د کاکڅ کلي اوسېدونکي عبدالجبار پژواک ته وویل، وړمه شپه او تېره شپه سختو ورښتونو یې کوټې ور نړولې دي.
نوموړی له حکومت او خیریه موسسو څخه د سرپناه د جوړولو ترڅنګ غواړي چې زیانمنو شوو کورنیو ته دې د مرستې لاس ورکړي.
دغه راز د ميدان وردګو ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس مولوي فیضالله جلالي وايي، په دغه ولایت کې پرون بیا سېلابونه راوتلي او لږ تر لږه ۳۰ کورونه يې نړولي دي.
ده نن (د زمري ۲۹مه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «بېګا په چک، دایمیرداد، سیداباد او جغتو ولسواليو کې د سېلابونو له امله ۳۰ کورونه نړېدلي او لسګونه پلچکونه، پلونه او فرعي لارې يې تخريب کړې دي.»
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته زياته کړه چې د چک ولسوالۍ په ګډه، نیک پایقول او میرکخېلو او د سیداباد ولسوالۍ په اونخي او تنګي درو کې خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي.
جلالي وویل: «د الله په فضل سره چې پرونيو سېلابونو چاته مرګژوبله نه ده اړولې.»
د چک ولسوالۍ د نیک پایقول سیمې یوه اوسېدونکي جاناغا همت پژواک ته وویل، تېره شپه د دوی په سيمه کې سېلابونو شاوخوا لس کورونه نړولي او درانه مالي زيانونه يې اړولي دي.
نوموړي وویل: «اوس خلک تېرو سېلابونو بیداره کړي، پر وخت ځانونه له کورونو باسي، کنه خدای مه کړه ډېر کسان به سېلابونو وړي وای.»
ده له مرکزي حکومته د اړینو مرستو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې خلکو ته زيانونه اوښتي دي.
بلخوا د سیداباد ولسوالۍ د تنګي درې اوسېدونکي نثاراحمد وویل چې تېره شپه د دوی په سیمه کې یو ځل بيا سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې زيانونه اړولي دي.
ده له حکومته وغوښتل چې له سېلابځپلو سره د مرستې ترڅنګ دې په سيمه کې د نورو سېلابونو د احتمالي راوتلو لپاره هم اقدامات وکړي.
د میدان وردګو ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د معلوماتو له مخې، په تېره یوه اونۍ کې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله ۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۳۵۰ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې تخريب شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د لوګر په مرکز پل علم او خوښۍ ولسوالۍ کې نن ماښام تر سخت ورښت وروسته سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
د دغه ولايت د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سېلابونو له امله د خوښۍ ولسوالۍ «دره» سیمه کې لسګونه کورونه نړېدلي او خلکو ته پراخ ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد الدین پژواک اژانس ته وويل چې سېلابونو د پل علم- خوښي ترمنځ غځېدلې لویه لاره هم تړلې او لسګونه کسان په سېلابونو کې بند پاتې دي.
د خوښۍ ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي عرفان پژواک ته وویل، که چيرې خوښۍ ولسوالۍ ته بیړنۍ مرسته ونه رسیږي، په سېلاب کې بند پاتې کسان به مړه شي.
د مرکز پل علم د حصارک د کلي يوه اوسېدونکي سردار ولي بهيج پژواک ته وويل، چې د وروستيو سېلابونو له امله سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو څخه بې ځايه شوې دي.
نوموړي په حکومت غږ وکړ چې د سېلابونو له امله بندو کورنيو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP