پاراخ (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۱): د سېلابونو له امله د پنجشېر د درې او ابشار ولسوالیو د لارو بندېدو او د سیند د اوبو کچې لوړېدو، د سیمې خلک له ستونزو سره مخ کړي او له حکومته غواړي چې د دغو لارو د پرانیستو په برخه کې دې هڅې ډېرې کړي.
خو مسوولین وايي چې د یادو لارو د پرانیستو لپاره جدي کار روان دی.
د پنجشېر ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د معلوماتو له مخې، د سېلابونو راوتو او د سیند د اوبو کچې د لوړېدو له امله، د دغه ولایت په درې او ابشار ولسوالیو کې شاوخوا درې کیلومتره سړک ویجاړ شوی چې له امله یې له تېرې جمعې ورځې (د زمري ۲۸مې) راهیسې له مرکز سره د دغو دوو ولسوالیو مواصلاتي لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.
د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د لارو له بندېدو شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د پرانیستو په برخه کې یې جدي کار وکړي.
د ابشار ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرقیب پژواک خبري اژانس ته وویل: «څو ورځې کېږي چې په دره او ابشار ولسوالیو کې سېلابونه راوځي، سړک بند دی، ډېر تخریب شوی، حکومت یې پاککاري پیل کړې، مرکزي حکومت باید مرسته وکړي، محلي حکومت او د سیمې خلکو ته د همکارۍ لاس ورکړي څو لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.»
د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی صمد وايي: «سړک بند دی، خلک ډېر له ستونزو سره مخ دي، څو ورځې کېږي چې باران اوري او سېلابونه را وځي، مرکزي حکومت دې دغه برخه کې پام وکړي او د سړک د پرانیستو لپاره دې وسایل را ډېر کړي.»
د درې ولسوالۍ اوسېدونکي فیصل وویل: «لاره بنده ده، خلک د ناروغانو او د خرچ او خوراک له ستونزو سره مخ دي، توکي تر ډېره د خرو په وسیله لېږدول کېږي، د دولت همدا دنده ده چې سړک پرانیزي، خو پر سړک سېل ډېر دی، له حکومته غواړم چې د لارې پرانیستو ته ډېر پام وکړي، د خلکو ستونزې ډېرې دي.»
د پنجشېر د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس احمدضیا یزداني، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یادو لارو د پرانیستو لپاره د دغې او نورو اړوند ادارو هڅې روانې دي.
د نوموړي په وینا، پرلهپسې بارانونو د یادو لارو د پرانیستو کار ځنډنی کړی دی.
هغه وویل: «د وروستیو سېلابونو له امله، په ابشار، رخه، دره او خینج ولسوالیو کې، لسګونه پلونه، پلچکونه، د کرنیزو کانالونو سربندونه، د برېښنا کوچني بندونه ویجاړ شوي، خو له نیکهمرغه چې ځاني تلفات نه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو سېلابونو له امله پر ځاني تلفاتو سربېره، خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د یوه راپور له مخې چې تېره اونۍ خپور شو، تېره اونۍ د سېلابونو له امله ۴۱ کسان مړه، ۱۷ نور ټپیان او ۷۹۰ کورونه بشپړ او یا یوڅه تخریب شوي دي.
له دغه راپور وروسته هم سېلابونو د هېواد په ځینو ولایتونو کې زیانونه اړولي، خو تر اوسه یې کره شمېر خپور شوی نه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP