Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې ۶۵۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخه‌منې شوې

تالقان (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۱): د تخار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې ۶۵۰ کورنۍ چې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي یې شکایت درلودل، اوس ترې برخه‌منې شوې.

د تخار د کلیو پراختیا ریاست د انجینري خدماتو عمومي مدیر احسان‌الله ګران وایي، د دغې سیمې اوسېدونکي پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې اوس د یونیسف موسسې په مالي مرسته له پاکو اوبو برخه‌من شول.

د هغه په وینا، د څښاک پاکې اوبه له ۲۲ کیلومتره لرې واټن څخه د ټانکر په وسیله لېږدول کېږي او په سیمه کې ۶۵۰ کورنیو ته د لیتر په حساب وېشل کېږي څو د مختلفو ناروغیو د ډېرېدو مخه ونیول شي.

په همدې حال کې، په تخار کې د یونیسف موسسې د روغتیایي برخې مسوول ډاکتر سلیم صمیم  ټینګار کوي چې اقتصادي ستونزو او موسمي بدلونونو ته په کتو خلک باید له صحي اوبو برخه‌من شي او همدارنګه پاکي او نظافت ته پاملرنه وکړي څو پر مختلفو ناروغیو له اخته کېدو وژغورل شي.

همدارنګه د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکي محمدعوض پژواک خبري اژانس ته وویل، له کلونو راهیسې د څښاک له پاکو اوبو بې برخې دي او له همدې امله یې ماشومان تل پر ناروغیو اخته کېږي.

هغه زیاتوي: «موږ د دغې سیمې خلک خوښ یو چې له پاکو اوبو برخمن شو.»

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د تخار په یادې ولسوالۍ کې د پاکو اوبو نشتوالي له امله، زرګونه ماشومان پر نس‌ناستي  او کولرا ناروغۍ اخته شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.