[restrict paid="true"]
مزارشریف (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د بلخ امنیتي مسوولین د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د دوو غلو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري دوږي په لومړۍ نیټه پژواک اژانس ته وویل چې نن سهار ۱۱ بجې د مزارشریف ښار اتمه ناحیه کې دوه غله هغه مهال د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي، چې غوښتل یې له خلکو موبایل غلا کړي.
وزیري زیاتوي، چې یادو غلو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت ښودلی و، چې د نښتې په پایله کې دواړه له پښو غورځول شوي.
نوموړی همدا راز وایي، چې له یادو غلو څخه یې یو عراده موټرسایکل او یو میل تفنګچه هم ترلاسه کړې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP