فیضاباد (پژواک، د وږي لومۍ نېټه ۱۴۰۱): په بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د یاوان ولسوالۍ امنیه قوماندان قاري صبرالدین پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن سهار شاوخوا ۹ بجې د بدخشان د یاوان ولسوالۍ په ریمان سیمه کې یو «فورنر» موټر د تخنیکي ستونزې او چلوونکي د بېپامۍ له امله له سړکه وتلی چې له امله یې زموږ ۸ هېوادوال – چې یوه ښځه او یو ماشوم هم په کې شامل دي – شهیدان او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.»
هغه زیاتوي، د پېښې ټپيان د یادې ولسوالۍ کلینیک ته لېږدول شوي، موټرچلوونکی تښتېدلی خو د پولیسو تر تعقیب لاندې دی چې ژر به ونیول شي او عدلي او قضایي بنسټونو ته به وسپارل شي.
یاوان د عامه تاسیساتو او زېربناوو له پلوه د بدخشان له محرومو ولسوالیو ده چې وخت ناوخت په کې ترافیکي پېښې، واورې ښویېدنې او زلزلې له خلکو قرباني اخلي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن