Language

لوګر کې د تېرې شپې سېلابونو له امله ۸ کسان ټپیان شوي

پل‌علم (پژواک، ۱ وږی ۱۴۰۱): په لوګر کې تېره شپه یو ځل بیا سېلابونه راغلي چې د مالي زیانونو ترڅنګ یې ځاني زیانونه اړولي او ۸ کسان یې ټپيان کړي دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند عمر منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه په مرکز پل‌علم کې سېلابونه راوتلي چې د نورو زیانونو ترڅنګ یې یو باروړونکی موټر وړی او ۸ کسان یې ټپيان کړي دي.

هغه زیاته کړه، پېښه تېره شپه شاوخوا اته بجې د پل‎علم- خوښۍ پر عمومي سړک د شینواري‌کلا په سیمه کې شوې ده.

دی وايي، له پېښې سمدستي وروسته امنیتي کسان د پېښې ځای ته تللي او ټپیان یې روغتون ته رسولي، درملنه یې شوې ده او روغتیايي حالت یې ښه دی.

ده یادونه وکړه چې د تېرې شپې د سخت اورښت له امله د پل‎علم ترڅنګ په خوښۍ، بره‎کي‎برک او محمداغې ولسوالیو کې هم سېلابونه راغلي چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د پل‎علم- خوښۍ ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلې لارې یوه موټرچلوونکي احمدجاوېد پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرې شپې سېلابونو دغه لویه لار هم په ډېرو ځایونو کې تخریب کړې چې اوس پرې واړه موټر تګ راتګ نه‎شي کولای.

نوموړي له ولایتي چارواکو وغوښتل چې د لارې ویجاړې شوې برخې ژر ورغوي څو بېرته د عادي تګ راتګ لپاره چمتو شي.

د یادونې ده، روانه اوونۍ د لوګر په مرکز پل‌علم او خوښۍ ولسوالۍ کې له سختو اورښتونو وروسته سېلابونو د درنو مالي زیانونو ترڅنګ ۲۰ کسان مړه کړي او ۳۲ نور یې ټپيان کړي دي.

Related Topics