Language

فاریاب کې یوه ښځه او یو سړی د نامشروع اړیکو په تور وژل شوي

میمنه (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): فاریاب کې سیمه ­ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په لولاش ولسوالۍ کې یو سړی او یوه ښځه په ډزو وژل شوي دي.

د فاریاب د لولاش ولسوالۍ امنیه قوماندان داملا محمدهاشم خورشید د دغه خبر د تایید ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، سړی موسی قصاب نومېده او د لاشي کلي اوسېدونکی و او ښځه د ته­خېل کلي وه چې تېره ورځ ووژل شول.

خورشید زیاته کړه: «د لومړنیو معلوماتو له مخې، موسی قصاب ته­خېل کلي ته تللی و، هلته یوه کور ته دننه شوی و او له یوې ۲۴ کلنې ښځې سره په یوه کوټه کې ناست و چې له موضوع د ښځې ورور عبدالملک نومی خبرېږي، دواړه نیسي او په ډزو یې وژني.»

هغه وویل، جنايي پرسونل او پولیس دغه کلي ته چې د لولاش تر ټولو لرې پرته سیمه ده، استول شوي څو قضیه له نږدې وڅېړي او قاتل ونیسي.

یوې سیمه­ییزې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل: «د ښځې مېړه له سیمې لرې مزدوري کوي، کله چې یې ورور خبرېږي چې خور یې له پردي سړي سره په یوه کوټه کې ناسته ده، دواړه تړي او د سیمې سپین­ږیرو ته یې ښيي.»

سرچینې زیاته کړه، کله چې سپین­ږیري له کوره وځي، نو ملک نومي خپله خور او پردی سړی په ډزو ووژل.

Related Topics