اسعداباد (پژواک، ۱ وږی ۱۴۰۱): د کونړ چارواکي وايي، د تېر یوه کال په موده کې د دغه ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کانونو د استخراج له درکه نږدې ۱۳ میلیونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیبالله حنیف نن (سه شنبه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د دغه ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کانونو د استخراج له درکه ۱۲ میلیونه ۹۹۵زره او ۵ افغانۍ عواید ترلاسه شوي او د مستوفیت له لارې د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
ده زیاته کړه چې دغه ډبرې په خاص کونړ، ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو کې استخراج شوې دي.
نوموړي وویل: «حکومت د ټولو قیمتي او نیمه قیمتي کاڼو پر کانونو پوره څارنه لري او د ناقانونه کېندنو او قاچاق مخنیوی شوی دی.»
هغه له ملي سوداګرو غوښتنه وکړه چې د هېواد د ملي عوایدو په لوړولو کې دې برخه واخلي او په خپل هېواد کې دې پانګهونه وکړي.
په ورته مهال د کونړ اوسېدونکي هم د کانونو قانوني استخراج ته خوښ دي او له حکومته غواړي چې کانونه دې په قانوني او مسلکي توګه استخراج کړي.
د دغه ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی او د قیمتي کاڼو سوداګر عبدالبصیر وویل: «د کانونو په قانوني استخراج سره به نه یوازې په کورني عوایدو کې لوړوالی رامنځته شي، بلکې خلکو ته به کاري موقع هم په لاس ورشي.»
د چپې درې ولسوالۍ استوګن نصرالله بیا ټینګار کوي چې که حکومت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس او خرڅلاو لپاره په کور دننه اسانتیاوې برابرې کړي، نو د هېواد اقتصاد به هم ورسره وده وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP