ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۰ نور ټپیان شوي

هرات کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۰ نور ټپیان شوي

author avatar
23 Aug 2022 - 18:15
هرات کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۰ نور ټپیان شوي
author avatar
23 Aug 2022 - 18:15

هرات (پژواک، ۱ وږی ۱۴۰۱): د هرات امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت د شینډنډ ولسوالۍ اړونده سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمودشاه رسولي د دغه خبر په تاییدولو سره پژواک خبري اژانس ته وویل، یو مازدا موټر د هرات – شینډنډ پر لویه په شوز سیمه کې د موټرچلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله چپه شوی دی.

د رسولي په وینا، د دغې پېښې له امله یو کس مړ او ۱۰ نور ټپیان شوي چې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.

هغه زیاته کړه، له دغې پېښې سره هم‌مهاله امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه د هرات حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.