کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۱): د استخباراتو عمومي رياست وايي، په بلخ ولایت کې یې د شاکرالله په نوم يو کس - چې د دوی په وینا د «خوارجو» غړی دی - نیولی دی.
د استخباراتو لوی رياست په خپله ټویټرپاڼه کې ليکلي: «د بلخ ولايت د استخباراتو ریاست زړورو ځواکونو په یاد ولایت کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د شاکرالله په نوم د خوارجو یو غړی نیولی دی.»
سرچينه زياتوي، نیول شوي کس غوښتل په یاد ولایت کې تخریبي کړنې ترسره او امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
دغه رياست په خپل ټويټرپاڼه کې يو ویډيوکليپ هم خپور کړی چې پکې نيول شوی کس ځان شاکرالله د کونړ د چپې درې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی معرفي کوي او وايي: «څو مياشتې وړاندې له داعش سره په دغه کې ومه، فیالحال د بلخ د استخباراتو د مجاهدينو له خوا دستګير شوی یم.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP