مهترلام (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۱): د لغمان سیمهيیز مسوولین وایي، د دغه ولایت بادپښ ولسوالۍ ته غځېدلی عمومي سړک د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتو له امله په مختلفو ساحو کې تخریب شوی دی.
د بادپښ ولسوال مولوي محمدانعام خالد پژواک خبري اژانس ته وویل، وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو بادپښ ولسوالۍ ته غځېدلی سړک په مختلفو ساحو کې ویجاړ کړی، د نقلیه وسایطو ترڅنګ خلکو ته په تګ راتګ کې ګڼې ستونزې را ولاړې شوې دي.
ده زياته کړه، بادپښ یوه له هغو ولسواليو څخه ده چې سړکونه یې ټول خام دي، عمومي سړک يې شاوخوا ۵۰ کیلومتره دی چې هغه هم په مختلفو ساحو کې سېلابونو تخریب کړی او اوس خلک د ډېرو ستونزو په ګاللو سره له فرعي لارو استفاده کوي.
د هغه په وينا، دوی سره ولایتي ادارې ژمنه کړې چې ډېر ژر به د بادپښ سړک د بېرته رغولو د هوارکارۍ چارې پیل شي.
ولسوال خالد وايي، تېره ورځ د سړک د خرابوالي له امله د یوه ډاډسن موټر د اوښتو په پایله کې د یوې مېرمنې په ګډون پنځه کسان ژوبل شوي هم دي.
د یادې ولسوالۍ خلک وایي، دوی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، په وخت خپلې ستونزې نه شي حل کولی، نو له حکومته غواړي چې دغه سړک ورته ژر ورغوي.
د بادپښ ولسوالۍ د ګړوچ سیمې اوسېدونکي عبدالله احمدي پژواک اژانس ته وویل، د دوی د سړک ستونزه جدي ده، پر ولایتي ادارې غږ کوي چې ولسوالۍ ته غځېدلی عمومي سړک په اساسي ډول جوړ کړي.
نوموړی وایي: «موږ مرکز مهترلام ته په فرعي لارو باندې ۳ ساعته کې نه شو رسېدای، خیریه بنسټونه او دولت دې زموږ غمه وخوري.»
Views: 78
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن