[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱): د هندوستان د دفاع وزیر راجنات په افغانستان کې د یو ټولګډون سیاسي سیسټم پر جوړېدو د ټینګار ترڅنګ ویلي چې دوی د یو سولهییز، باثبات او خوندي افغانستان غوښتونکي دي.
هندي رسنیو خبر ورکړی چې د دفاع وزیر راجنات سینګ دا څرګندونې پرون د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو غونډې ته چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې وه. کړې دي.
هغه زیاته کړې، هندوستان د یو سولهییز، باثبات او خوندي افغانستان غوښتونکی دی.
د هند د دفاع وزیر له شانګهای سازمانه غوښتي چې د ترهګرۍ پر ضد سره متحد شي او د هر ډول ترهګرۍ پر ضد په ګډه مبارزه وکړي.
نوموړي زیاته کړې: «ترهګري چې هر ډول وي، که له یو هېواده پر بل هېواد هم وي، د هر چا له خوا وي، دا د بشریت پر ضد جنایت او جرم دی.»
د راجنات په وینا، د نړۍوالې سولې او امنیت پر وړاندې ترهګري اوس هم ستره ننګونه ده او هندوستان به یې د مخنیوي په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي، څو دا سیمه خوندي او باثباته پاتې شي.
د هندوستان د دفاع وزیر ویلي چې ټول هېوادونه باید د افغانستان خپلواکۍ او د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې تګلارې ته درناوی ولري.
هغه له ګډونوالو غوښتي چې افغان چارواکي دې ته وهڅوي چې په خپل هېواد کې ملي پخلاینې او د مذاکراتو له لارې د ستونزې هواری لپاره کار وکړي.
راجنات دغه راز په افغانستان کې د یو پراخ بنسټه ټولګډون سیاسي سیسټم غوښتنه کړې ده.
[/restrict]
Views: 284
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن