فیض اباد (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱): د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي، یوه ځوان هلک او نجلۍ د کورني تاوتریخوالي ځانونه د کوکچې سیند ته اچولي دي.
د دغه ولایت د کشم ولسوال سیمع الله رسولي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، یاد ځوان هلک او نجلۍ د کشم ولسوالۍ د «نمازګاه» کلي اوسېدونکي وو چې دوه ورځې مخکې یې ځانونه د کوکچې سیند ته واچول خو تر اوسه یې مړي نه دي موندل شوي.
هغه زیاته کړه: «نجلۍ چې فریده نومېده، له بلوچانو څخه وه… هغه یې د ناوړه دودونو پر اساس له خپلې خوښې پرته له یوه هلک سره کوژدنه کړه، خو نجلۍ د خپلې خاله له زوی سره مینه درلوده او له مخکې یې اړیکې ورسره وې، وروسته له هغه چې کوژدنه یې وشوه، د خاله زوی یې خپل کور ته ورغوښتی او دواړه د کوکچې سیند غاړې ته ولاړل.»
نوموړی په دوام کې وايي: «کله چې د بېګم پل پوستې پولیس له موضوع خبرېږي، نو سیمې ته ځي او هغوی ته د خبرداري په بڼه وايي چې دې لوري ته راشي، خو کله چې هغوی له وسلې سره پولیس ویني، نجلۍ هلک تر لاس نیسي او ځانونه سیند ته غورځوي چې له بده مرغه تر ننه یې مړي نه دي پیدا شوي.»
رسولي یو ځل بیا سیند ته د دغو دوو کسانو د ځانونو غورځولو لامل کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونه وبلل.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن