ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیلابونو د زابل د څلورو سویلي ولسواليو مشترک پُل نړولی دی

سیلابونو د زابل د څلورو سویلي ولسواليو مشترک پُل نړولی دی

author avatar
25 Aug 2022 - 18:51
سیلابونو د زابل د څلورو سویلي ولسواليو مشترک پُل نړولی دی
author avatar
25 Aug 2022 - 18:51

کلات (پژواک ۳ وږي ۱۴۰۱): د زابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، وروستیو سیلابونو د دغه ولایت د څلورو سویلي ولسوالیو (شملزو، شینکۍ، اټغر او نوبهار) مشترک پُل نړولی او له مرکز کلات سره يې لاره پرې شوې ده.

د دغه ولایت چارواکي وايي، دغه موضوع يې له ټولګټو وزارت سره شریکه کړې او د نړېدلي پله تر جوړېدو به هلته په بېړنۍ توګه استحکامي پُل نصب شي.

د شینکۍ ولسوالۍ اوسیدونکي شفیق الله پژواک ته وویل: «د دې ولسوالۍ اړوند پر عمومي لاره غټ پُل اوبو وړی، له امله یې د يادې ولسوالۍ، شملزو، نوبهار او اټغر ولسوالیو خلک هم له ستونزو سره مخ شوي دي.»

ده له حکومته وغوښتل چې د یادې ستونزې د حل لپاره دې ژر اقدام وکړي او لار دې پرانيزي.

د شملزو ولسوالۍ اوسیدونکي محمدرسول هم وویل، د شینکۍ ولسوالۍ پر غټ پله سربېره د لارې په اوږدو کې پلچکونه هم ویجاړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه: «څو ورځې کېږي چې پل سیلابونو نړولی، کور کې ناروغان لرم او د لارې بندېدو له امله يې د ولایت مرکز ته نه شم رسولای.»

د دغه ولایت مرستیال سلیمان آغا بهیر په دې اړه پژواک ته وویل، دغه ستونزه يې له ټولګټو وزارت سره شریکه کړې او په وینا يې چې ژر به د لارې د خلاصون په موخه یو استحکامي پل نصب شي او په راتلونکې کې به د پله د اساسي جوړېدو غم وخوړل شي.

د يادونې وړده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د سختو سیلابونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

Views: 91

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.