ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي همکاریو سازمان له ۴۷ زرو افغان کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کوي

د اسلامي همکاریو سازمان له ۴۷ زرو افغان کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کوي

author avatar
25 Aug 2022 - 19:03
د اسلامي همکاریو سازمان له ۴۷ زرو افغان کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کوي
author avatar
25 Aug 2022 - 19:03

کابل (پژواک، ۳ وږي ۱۴۰۱): په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړی استازی وایي، د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ به له څه باندې ۴۷ زرو طبیعي پېښو کې ځپل شویو افغان کورنيو سره د اړينو خوراکي توکو مرسته وکړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د اسلامي همکاريو د سازمان ځانګړي استازي دکتور محمدسعيد آل عياش سره وکتل.‌

سرچېنې لیکلي، په دغه لېدنه کې محمدسعيد آل عياش متقي ته د دغه سازمان د سرمُنشي ابراهيم حسين طه، پيغام ورساوه او په نږدې وخت کې يې د ياد سازمان د مرستيال او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د سفر په اړه معلومات ورکړل.‌

خبرپاڼه زیاتوي، د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي همدا راز په دغه لېدنه کې ژمنه کړې چې د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ به له څه باندې ۴۷ زرو کورنيو سره د اړينو خوراکي توکو مرسته وکړي.

بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي‌ همکاريو سازمان استازي همداراز په کابل کې د خپل دفتر د پراخولو او د ځايي کارکوونکو د شمېر د زياتولو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.

د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په دغه لېدنه کې د افغانستان اسلامي امارت د هراړخیزو اړيکو په  پراختيا کې چمتووالی ښودلی او د اسلامي همکاريو سازمان ته یې د حکومت له لوري د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

Views: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.