Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: تاجکستان دې په زوره د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ ودروي

اټلانټا (پژواک،۴ وږی ۱۴۰۱) : د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمشنرۍ د تاجکستان لخوا د افغان کډوالو په زوره خپل هېواد ته پر ستنولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمشنرۍ (یو این ایچ سي آر) دا اندېښنه په داسې حال کې څرګنده کړې چې تاجکستان نهه کسیزه افغان کورنۍ له خپل هېواده ویستلې ده.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له  دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تاجکستان د یو این ایچ سي ار له اعتراض سره سره یوه پنځه کسیزه کورنۍ افغانستان ته ستنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د نړیوال مصؤنیت مشرې الیزابت ټان له تاجکستان غوښتي دي چې باید ژر تر ژره دغه اقدامات ودروي ، ځکه چې دغه کار سره د کډوالو ژوند له خطر سره مخامخ کیږي.

د هغې په وینا، په زوره د کډوالو ستنول د کډوالو د نړیوالو قوانینو خلاف دی.

بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف ای او) هم د تاجکستان پر دغه اقدام اندېښنه څرګنده کړې ده.

یادې ادارې ویلي، په داسې حال کې چې د ا فغانستان نیم نفوس له ولږې سره مخ دي، د نورو افغان ستنول به دا بحران نور هم کړکېچن کړي.

بلخوا د (اسیا پلس) په نامه یوې رسنۍ خبر ورکی چې تاجکستان په دې وروستیو کې نهه تنه افغان کډوال ویستي دي، خو ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ۳۲ افغانانو دوسیې یې چې  په بیلا بیلو جرمونو کې نیول شوي وو، محکمو ته استولي، خو څوک ویستل شوی نه دی.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال په افغانستان کې د نظام تر سقوط وروسته ګڼ شمیر افغانان تاجکستان ته تللي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.