Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې ۱۳ کسان له نشه‌يي او جرمي توکو سره نیول شوي

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۱۳ کسان له یوې اندازې نشه‌يي او جرمي توکو سره یو ځای نیول شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د دې قوماندانۍ د نشه‎يي توکو پر ضد د مبارزې مسوولینو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې عملیات کړي چې په پایله کې یې یوه اندازه نشه‎يي او جرمي توکي ترلاسه شوي او په تړاو یې ۱۳ تورن کسان نیول شوي دي.

دی وايي، د نیول شوو کسانو دوسیې بشپړې شوې او اړوندو ارګانونو ته استول شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.