ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ اسیا جام سیالۍ سبا پیلېږي

د کرکټ اسیا جام سیالۍ سبا پیلېږي

author avatar
26 Aug 2022 - 10:58
د کرکټ اسیا جام سیالۍ سبا پیلېږي
author avatar
26 Aug 2022 - 10:58

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱): د کرکټ اسیا جام سیالۍ د شپږو لوبډلو په ګډون سبا پیلېږي چې لومړۍ سیالي به د افغانستان او سریلانکا ترمنځ وشي.

د اسیا جام دا سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې کېږي.

په دغو سیالیو کې شپږ لوبډلې لوبېږي چې په الف ګروپ کې هندوستان، پاکستان او هانګ کانګ، دغه راز په ب ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا شامل دي.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او سریلانکا ترمنځ سبا (د اګست ۲۷مه) د افغانستان پر وخت شپږنیمې بجې وشي.

همدارنګه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د اسیا جام سیالیو په لړ کې دویمه لوبه د اګست په ۳۰مه د بنګله دېش پر وړاندې په شارجه لوبغالي کې ترسره کړي.

د یادونې ده، افغانستان له دې مخکې په تېره زمري میاشت کې له ایرلینډ سره پنځه شل اووریزه سیالۍ وکړې چې د یادو لوبو لړۍ یې درې پر دوه ایرلینډ ته وبایلله.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.