Language

پولیس وايي، کابل ښار کې یې د غلو یوې ډلې دوه کسان وژلي او درې نور نیول شوي

کابل (پژواک، ۴ وږي ۱۴۰۱): د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د ۱۶مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو او غلو ترمنځ نښته کې دوه غله وژل شوي او درې نور نیول شوي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل، پولیسو د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند د الوخېلو سيمه کې د غلو له يوې مشهورې ډلې سره نښته کړې چې دوه غله ځای پر ځای وژل شوي دي.

دی وایي چې درې نور غله چې دوه ټپیان دي، نیول شوي دي.

د هغه په وینا، دغه غله وخت ناوخت لارې ته راوتل او له خلکو يې غلاوې کولې.