ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څارنوالۍ د صلاحیتونو محدودېدل یا د شکایتونو د حل لپاره د محکمې مستقیم اقدامات؟

د څارنوالۍ د صلاحیتونو محدودېدل یا د شکایتونو د حل لپاره د محکمې مستقیم اقدامات؟

author avatar
27 Aug 2022 - 16:59
د څارنوالۍ د صلاحیتونو محدودېدل یا د شکایتونو د حل لپاره د محکمې مستقیم اقدامات؟
author avatar
27 Aug 2022 - 16:59

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): ځېنې سرچینې د لویې څارنوالۍ له یوه مکتوب څخه انګېري چې حکومت د لویې څارنوالۍ صلاحیتونه محدود کړي دي؛ خو د اسلامي امارت وياند وايي، څارنوالي د مخکې په څېر فعالیت کوي او د خلکو د ستونزو د حل لپاره ځینې دوسیې په مستقیم ډول د محکمې له لوري څېړل کېږي.

د لویې څارنوالۍ په یوه مکتوب کې چې د روان کال د زمري په ۳۰مه صادر شوی، راغلي: «د عدالت د تامين، د اسلامي شريعت د حاکمیت او د چارو تنظیم په موخه، ټولو مرکزي او ولايتي څارنوالیو ته د لاندې مواردو لارښونه کېږي:

۱- د دغه متحدالمال د صادرېدو له نیټې، هغه دوسیې مه تسلیموئ چې د تحقیق په موخه د کشفي او یا ورته مراجعو له لارې سپارل کېږي.

۲- هغه دوسیې چې د تحقیق په هر پړاو کې دي او تر اوسه د محکمې پرېکړه نه وي پرې شوې، باید د شرعي او قانوني فیصلې د صادرولو په موخه ژر تر ژره اړوندې محکمې ته وسپارل شي او د شکمنو او تورنو کسانو له څارنې، توقیف او خوشې کولو څخه ډډه وکړئ.»

ازادۍ راډیو دوه ورځې وړاندې یو راپور خپور کړ او یاد مکتوب ته په اشارې لیکلي، د افغانستان سرپرست حکومت د لویې څارنوالۍ حقوقي او جزايي صلاحیت اخیستی دی.

په راپور کې راغلي: «د طالبانو د حکومت د لویې څارنوالۍ ځینو څارنوالانو د نوم نه ښودو په شرط له ازادي راډیو سره داسې اسناد شریک کړي چې ښيي ټولې جنايي او حقوقي قضیې یوازې د محاکمو او سترې محکمې له لوري څېړل کېږي.»

خو د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې لويه څارنوالۍ د مخکې په څېر فعاليت کوي.

هغه د یاد مکتوب په اړه وايي: «دا ځینې دوسیې دوی سره وې چې محکمې ځنې غوښتنه ترې کړې وه چې هغه دوی ته واستوي او د ځینو نورو په اړه هم ویلي و چې دوی دې د تحقیق لپاره نه قبلوي او محکمې ته دې مخامخ لیږي؛ ځکه خلکو شکایت درلود چې وخت یې اوږدیږي… نو له همدې امله، محکمه غواړي چې مستقیما پر هغو باندې کار وکړي تر څو د خلکو شکایت رفعه شي.»

مجاهد په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.

Views: 90

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.