Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې ترافیکي پېښې شپږ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

هرات ښار (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): د هرات امنیې قومانداني وايي، د یوه موټر چپه کېدو په پېښه کې شپږ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د هرات امنیې قوماندانۍ ویاند محمودشاه رسولي د یادې پېښې د تایید ترڅنګ له پژواک سره خبرو کې وویل، تېره ورځ ماښام مهال د هرات – بادغیس لویې لارې په اوږدو کې د هرات د کرخ ولسوالۍ اړونده سیمه کې، د یوه لوکسل ډوله موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.

رسولي وایي چې له پېښې سره سم امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د هرات حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.

هغه وايي چې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د یادولو ده چې تېره اوونۍ هم د هرات د شینډنډ ولسوالۍ اړونده سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.