قلعۀنو (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): په بادغیس ولایت کې ځینې سرچینې په داسې حال کې په دودیز ډول د پستې د پروسس خبره کوي چې دوه کاله مخکې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۵۰زره امریکایي ډالرو په لګښت د پستې د پروسس یوه فابریکه جوړه شوه.
د دې فابريکې مسوول عبدالباقي نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل، دوه کاله مخکې يې دغه فابريکه جوړه کړې، خو لا هم فعاله نه ده.
نوموړي پرلهپسې وچکالۍ چې د حاصلاتو د کمېدو لامل شوې، د کرونا ويروس خپرېدل او د تېر کال سياسي بدلون چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو د زياتوالي لامل شوي، د دغي فابریکې د نه فعاليدو اصلي لاملونه بولي.
نيازی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله باغلرونکي لېوال دي چې د خپلې پستې حاصلات په دوديزه توګه پروسس کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP