کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، له ۵۰ میلیون ډېر وګړي د نړۍ په ۴۵ هېوادونو کې هره ورځ له قحطۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش تېره ورځ (جمعه، ۴ وږی) په یوه ټویټ کې لیکلي، په ځینو هېوادونو کې تر ۵۰ میلیون ډېر وګړي له بېوزلۍ او لوږې سره لاس او ګرېوان دي.
ګوترش زیاته کړې: «موږ کولای شو له ناورین څخه مخنیوی وکړو، خو د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې اړمن کسان مرستې ترلاسه کوي، بیړني اقدام ته اړتیا ده.»
په همدې حال کې، افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې نړۍوالو سازمانونو تل پکې د اقتصادي ستونزو او د خوړو له کمښت سره د خلکو د مخامخېدو خبرداری ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP